د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د پوليو څاڅكو به وركولو د ماشومانو حالت خرابېدو سخت نوټس اخستې

image

پیښور 22 اپرېل (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د پوليو څاڅكو وركولو سره د ماشومانو حالت خرابېدو پیښې سخت نوټس اخستلو او په سمدستي توګه د انكوائرۍ راپور وړاندې كولو امر كړې۔د ګل په ورځ د پیښور په بډه بيره سيمه كښې په نجي سكول كښې د پوليو څاڅكو وركولو له امله د 40 څخه زياتو ماشومانو حالت خراب شو٬ماشومان پھ سمدستي توګه طبي مرستې لپاره نزدې روغتون ته منتقل كړې شول ۔پوليس له مخې د څاڅكو وركولو نه وروستو ماشومانو د سر تاؤئېدو شكايت كولو۔د روغتون انتظاميې له مخې د ماشومانو حالت د خطرې څخه بهر دے۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د پیښې نوټس اخستلو سره هدايت كړې چې پھ سمدستي توګه د معاملې انكوائرۍ كولو سره راپور وړاندې كړئ او د ماشومانو زر روغتيا كښې هېڅ بې غوري اونه كړئ۔ د پوليو ايمرجنسي آپرېشن سنټر كوآرډينېټر كامران آفريدي له مخې پوليو ويكسين محفوظ ترين ډرګ دي ٬د دې څخه ري ايكشن نه كېږي٬ويكسين زائد الميعاد نه وو او ويكسين سم وو او په ټول هېواد كښې ماشومانو ته د پوليو څاڅكې وركړې كېږي۔ د ماشومانو حالت خرابېدو له امله د سيمې قهرجنو خلقو د روغتيا مركز دفتر ته اور ورته كړې دې

مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں