اسلام آباد 12 اپرېل (اے پي پي)د وزيراعظم وياند نديم افضل چن وئېلي دي رياستي معاملات په ښه ډول تر سره كولو له سپيځلې عدالتي نظام ضرورې دې۔يو نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل ټولو وګړو له يو ډول انصاف او نظام وركول په شريكه سياستدانانو ذمه واري ده۔د وزيراعظم وياند ووئيل موجوده حكومت د مالدار او غريب ترمينځه جوړه شوې خلا خاتمې لپاره هڅې كوي او غواړو چې پھ هېواد كښې د غريب او مالدار لپاره يو ډول قانون او انصاف وي۔ده ووئيل كوم خلق چې د دې نظام څخه ګټھ پورته كوي هغوي د دې د ښه والي په ضد دې۔ ده وئيل طاقتور كسانو تل د هېواد نظام څخه رېليف ترلاسه كړې۔د يوې پوښټنې پھ ځواب ده ووئيل د نواز شريف بيانيه د هغه خپل ګوند هم مسترد كړی ده