د خزانې وفاقي وزير اسد عمر د الېکټرانک منی انسټی ټیوشنز رېګولېشنز اجراء دستورې څخه وروستو ميډيا سره خبرې

image

اسلام آباد ۔ 01 اپرېل (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي آئی اېم اېف سره لوظنامې له كافي پېشرفت شوې دې۔ د دوه اړخيزه مالي انتظام ترسېوري لاندې سعودي عربستان څخه 3 اربه ٬ چين څخه 2.1 اربه او متحده عرب اماراتو څخه 2 اربه ډالره ترلاسه شوي دي۔ د ادائيګو د چېلنج باوجود د موجوده حكومت په دور كښې د افراط زر شرح د پخوانو دورنو په مقابله كښې كمه ده۔ ده د ګل په ورځ د اسټېټ بېنك آف پاكستان لخوا د الېکټرانک منی انسټی ټیوشنز رېګولېشنز اجراء دستورې څخه وروستو ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل آئی اېم اېف سره په معاملاتو كافي پېشرفت شوې دې۔ اوس كوم بنيادي اختلاف پاتې نه دې۔ د آئي اېم اېف د سپرلي موسم غونډې جاري دي دې څخه وروستو به نېټې ټاكلې شي او د لوظنامې په اړه به خبرې اترې كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل بېلو هېوادونو سره مالي انتظام لپاره د شويو لوظنامو په نتيجه كښې سعودي عربستان څخه د درې اربه ډالرو فنډز ترلاسه شوې دي۔ متحدہ عرب امارات څخه 2 اربه او چين څخه 2.1 اربه ډالر ترلاسه شوي دي۔ متحده عرب اماراتو څخه درېم قسط ترلاسه كېدل پاتې دي۔ د خزانې وزير د پېټرول په بيعه كښې د آئي اېم اېف په غوښته د زياتوالي كولو په اړه د يوې د پوښتنې په ځواب كښې ووئيل دا تاثر سم نه دې۔ ده ووئيل حكومت د پټرول په قيمت كښې د 11 روپۍ په ځائې د 6 روپو اضافه كړې كومه چې د ټېكس نه زياتولو نتيجه ده۔ كه د آئي اېم اېف په غوښتنه د پېټرول بيعه مو زياتوله نو بيا به ټېكس كښې اضافه كول وو۔ ده ووئيل هېواد كښې ګراني ضرور ده ولې هېواد ته پېښ حالات نظر كښې نيولو سره د ګامونو پورته كولو په نتيجه كښې ګراني زياته شوې ده۔ بياهم دې نه وړاندې هم 2008ء او 2013ء كښې د معاشي حالاتو په سبب ګراني زياته شوې وه۔ ده ووئيل د ادائيګو چېلنج باوجود د موجوده حكومت په دور كښې د افراط زر شرح د پخوانو دورنو په مقابله كښې كمه ده۔ د روپۍ په قدر كښې د كمي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې اسد عمر ووئيل د دسمبر 2017ء څخه وروستو ددغه وخت د خزانې وزير مفتاح اسماعیل او وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د روپۍ په قدر كښې د كمي حمايت كړې وو او په دغه دور كښې د ډالر قيمت د 105روپو نه زياتېدو سره 127 ته رسېدلې وو۔ ده ووئيل اسټېټ بېنک په اوسنو ورځو كښې د روپۍ قدر مستحكم ګرځولې دې

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں