وفاقي وزير محسن نقوي شمالي وزيرستان كښې د ترهګرۍ پېښه كښې شهيد شوي کيپټن محمد اسامه بن ارشد ته پېرزوئنې وړاندې كړې

image

اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي شمالي وزيرستان كښې د ترهګرۍ پېښه كښې شهيد شوي کيپټن محمد اسامه بن ارشد ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د شهيد کيپټن محمد اسامه غونډې مېړني زامن د پاكستان وياړ دے۔د نهې په ورځ خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل شهيد کيپټن محمد اسامه په مړانه جنګېدو سره د وطن په خاطر خپل ځان قربان كړو او د ترهګرو ناوړه عزائم ئې خاورې كړل ۔ محسن نقوي ووئيل د شهيد کيپټن محمد اسامه غونډې د مېړنو ځوانانو عظيمې قربانۍ به تل ياد ساتلې شي٬ د امنيتي ځواكونو افسرانو او ځوانانو پخپله وينه د امن ابياري كړې۔ دغسې وفاقي وزير محسن نقوي د شهيد کيپټن محمد اسامه كورنۍ سره د همدردۍ او غمرازۍ څرګندونه هم وكړه۔

مضمون کا ماخذ : estatisticas lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں