پاکستان كښې د ټولو اقليتونو حقونه محفوظ ٬ هند كښې اقليتونه د شهريت د امتيازي او متعصبانه قانون په ضد په احتجاج دي۔ د ډاکټر فردوس عاشق اعوان ټويټ

image
APP71-10 ISLAMABAD: December 10 – Special Assistant to PM on Information and Broadcasting Dr. Firdous Ashiq Awan addressing a press conference at PID Media Centre. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) اطلاعاتو او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې پاکستان كښې د ټولو اقليتونو حقونه محفوظ دي او دوي ته د پرمختګ يو ډول موقعې ترلاسه دي٬ د پاكستان آئين د دوي د حقونو ضامن دے٬ هند كښې اقليتونه د شهريت د امتيازي او متعصبانه قانون په ضد په احتجاج دي۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې دې ووئيل د هند ښار د جنګ د مېدان منظر وړاندې كوي٬ مودي د خپل بد نيتۍ٬ بد فطرتۍ او چالاكۍ سره هند كښې په اقليتونو د ظلم او جبر نه د نړۍ پام نشي اخوا كولې ۔ ده ووئيل هندي اولس د مودي د نفرت په ضد بغاوت كړې دې۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل په مقبوضه جمو و کشمير كښې د مياشتو راهسې كرفيو نافذ ده٬ په كشميريانو د مرګ پهرا ده۔ دې ووئيل د سټيزن شپ د امتياز متنازعه قانون د مودي د مسلمانانو په ضد د كركې تصديق كړې دې٬ نړۍ ګوري چې مودي فسطائي ذهنيت سره هند كښې د هندوتوا نظريه نافذ كول

مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں