پاکستان د قدرتي او ښكلې مناظرو له امله د نړيوالې سېلګرۍ په نقشه د زړه راښكونكي هېواد په توګه رامخې ته كېږي

image
APP70-05 ISLAMABAD: December 05 – Prime Minister Imran Khan chairs meeting on promotion of tourism. APP

اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان د قدرتي او ښكلې مناظرو له امله د نړيوالې سېلګرۍ په نقشه د زړه راښكونكي هېواد په توګه رامخې ته كېږي٬ سركاري رېسټ هاٶسز د ټېكس په پېسه جوړ شوې٬ دا املاك د آمدن ذريعه جوړول پكار دي ۔ دا خبرې وزيراعظم د زيارت په ورځ هېواد كښې د سېلګرۍ ودې پحقله د يوې غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د پنجاب اعلٰی وزير عثمان بزدار، د خېبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان، د وزيراعظم خاص مرستيال ذوالفقار بخاري، اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستېاله ډاکټر فردوس عاشق اعوان، د سېلګرۍ صوبائي وزير عاطف خان او نورو حكومتي چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د خېبر پښتونخوا سركاري مېلسمتونونه عام وګړو لپاره د پرانستلو په اړه په شويو پرېكړو د پېشرفت جاج واخستې شو۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل سركاري رېسټ هاٶسز د ټېكس په پېسه جوړ شوې٬ دا املاك د آمدن ذريعه جوړول پكار دي۔ وزيراعظم د نړۍ د بېلا بېلو سېلګرو ډلو ترجيحات په ذهن كښې ساتلو سره د ټورسټ انفراسټركچر او سروسز ډوېلپ كولو امر وكړو۔ د دې خبرې هم پخلې وشو په هېواد كښې د ټورسټ انفراسټركچر بحالي او د ښكلا او سنګارولو په اړه سنګل اتهارټي پكار ده ۔ وزيراعظم امر وكړو چې د هېواد د شمالي سيمو او د خېبر پښتونخوا موسمياتي مسئلو له مخې دې هر ډول سېلګرۍ ته پام وګرځولې شي۔ وزيراعظم په خاص توګه پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې د مذهبي سېلګرۍ اهميت او صلاحيت رامخې كړو۔ غونډه خبر كړې شوه چې د پېښور په مېوزيم كښې د بدھ مت راهبانو او كرتارپور ته راتلونكې سكه زائرينو ته خاص آسانۍ وركړې شوې دي۔ وزيراعظم عمران خان هېواد كښې د سېلګرۍ موقعې په بشپړه ډول پكار راوستلو لپاره په وفاقي او صوبائي كچه د ټولو څانګو ترمېنځه د موثره مرستې په حاجت زور رواړو۔ وزيراعظم ورياد كړه چې د نړۍ د بېلا بېلو برخو څخه نړيوالو سرمايه كارو پاكستان كښې د ټورزم په څانګه كښې په سرمايه كارۍ كښې خوښي ښكاره كړې ده۔ ده ووئيل سوئټزرلېنډ ٬ تركيه او ماليزيا د سېلګرۍ په څانګه كښې آمدن ترلاسه كوي۔ وزيراعظم ته وئيل شول چې خېبر پښتونخوا كښې د سېلګرۍ د نوې ځايونو پرمختګ

مضمون کا ماخذ : quina acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں