وزيراعظم عمران خان سره د پي ټي آئي سندھ څخه تعلق لرونكو د قامي اسمبلۍ غړو وليدل

image

كراچي 27 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان سره د پي ټي آئي سندھ څخه تعلق لرونكو د قامي اسمبلۍ غړو په كراچۍ كښې د جمعې پھ ورځ ليدلې دي۔په ملاقات كوونكو قامي اسمبلۍ غړو كښې فردوس شميم نقوي٬حليم عادل٬سيد آفريدي٬اشرف قرېشي٬عالمګير خان٬عطاﺀ الله خان٬كېپټن(ر)جميل خان٬فهيم خان٬لال چند ملهي٬اكرم چيمه٬اسلم خان٬نجيب هارون٬سېف الرحمان محسود٬رمېش كمار٬نصرت واحد٬ نزهت پټھان٬عبدالشكور شاد او سميه نديم شامل وو۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬د اوبو وسائلو وفاقي وزير فيصل واوډا٬د سمندري چارو وفاقي وزير سيد علي زيدي٬د خزانې صلاحكار عبدالحفيظ شېخ٬د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد او د سندھ ګورنر عمران اسماعيل هم د ملاقات په مهال موجود وو۔وزيراعظم د اسمبلۍ غړو ته په خپلو سيمو كښې د اولس مسئلې حل كولو بشپړه پام كولو سپارښتنه كړی ۔وزيراعظم ووئيل مخالف ګوندونه ځكه شور كوي چې مونږ د هغوي كرپشن نيولې۔د پاكستان تحريك انصاف ډېرې هلې ځلې كړي چې مقصد يې غريب اولس خذمت كول او هغوي ته تحفظ وركول دي۔ده ووئيل د دننه سندھ سيمو ته دې خاص پام لرنه وكړی شي

مضمون کا ماخذ : گرم گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں