اسلام آباد۔10مارچ (اے پی پی) د عوامي نېشنل ګوند (اے اېن پي) مشر اسفنديار ولي خان وئيلي چې د د صدر په توګه د آصف علي زرداري يو وارې بيا ټاكل كېدل خوشبين دي۔ صدر آصف علی زرداری او پاكستان پيپلز ګوند ته مباركي وركوؤ۔ په اېكس خپل ټويټ كښې ده ووئيل په اولني دور كښې آصف علي زرداري خپل منصب سره بشپړ انصاف كړے وو ٬ د ده كاميابۍ سره به د صدر د آئيني منصب وقار زيات شي۔