د كوم هم وسله وال ترهه ګر سره به خبرې نه كوو٬د انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ ختمولو له حكومت لوظي دے ۔ مرتضٰی سولنګي

image

اسلام آباد 11 جنوری (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي د پاكستان رياست موقف په ډاګه كړے چې د كوم هم ترهه ګر سره به تر هغه وخت خبرې نه كوو تر څو چې هغه وسله نه وي غورځولې۔خارجه دفتر وضاحت كړے چې د مولانا فضل الرحمان د افغانستان دوره غېر سركاري ده ٬ كه كوم سياستمدار د دوو هېوادونو ترمينځه اړيكو ښه كولو له تعميري كردار ترسره كوي نو بايد د هغه هركلے وكړے شي۔د انتهاخوښۍ او ترهه ګرۍ ختمولو له حكومت لوظي دے ٬نوے نسل د انتهاخوښۍ څخه ساتلو لپاره اقدامات ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ پاكستان انسټي ټيوټ فار كنفلكټ اينډ سكيورټي سټډيز د اړخه د جاري كلنه امنيتي جائزه رپورټ مخ كتنې دستوې ته وينا كښې وكړه۔په دستوره كښې د پاكستان انسټي ټيوټ آف كنفلكټ اينډ سكيورټي سټډيز چيئرمېن محمد سعد خټك٬د انسټي ټيوټ آف ريجنل اسټډيز صدر نديم رضا٬د پاكستان انسټي ټيوټ آف كنفلكټ منيجنګ ډائرېكټر عبدالله خان او ډائرېكټر ريسرچ ګل داد هم موجود وو۔وفاقي وزير د رپورټ په جوړولو كښې د پاكستان انسټي ټيوټ آف كنفلكټ اينډ سكيورټي سټډيز محقيقنو هڅو ته پیرزوينې وړاندې كولو سره ووئيل د كړكيچنو امنيتي چېلنجونو په معلومات او د هغې په مخ نيوي كښې به دا رپورټ مهم كردار ترسره كړي۔ده ووئيل پي آئي سي اېس اېس كار په پالېسي پريكړو كښې د ملا د تير حېثيت لري۔دې ډول رپورټس سره نه يواځې زمونږ د امنيتي منظر نامې پیژندګلۍ له مرسته ترلاسه كېږي بلكې پالېسي جوړونكو لپاره يو روډ ميپ هم ترسره كوي۔ده ووئيل حكومتونو او تهنك ټينكس ترمينځه قوي روابطو ته اړتيا ده۔ده ووئيل حكومت او پي آئي سي اېس اېس پشان ادارو ترمينځه مرسته د ډاډ وړ ده۔وفاقي وزير ووئيل د پي آئي سي اېس اېس كلنه امنيتي جائزه رپورټ بشپړول د تحقيق نتيجه ده۔د دې رپورټ لوستلو سره كوم هم هېواد په پیښو مسئلو په بشپړه توګه ګرفت ترلاسه كولې شي۔ده اړوندو ادارو له د رپورټ د لوستلو مشوره وركړه۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ مسئلې حل كولو نه غېر كوم هم هېواد د معاشي پرمختګ مزل نشي پیل كولې۔وفاقي وزير ووئيل په كال 2023 كښې په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ په پیښو كښې 70 فيصده اضافه شوې٬زمونږ حكومت د ترهه ګرۍ ختمولو له لوظي دے۔وفاقي وزير ووئيل د مولانا فضل الرحمان د افغانستان دوره غېر سركاري ده ٬ كه كوم سياستمدار د دوه هېوادونو ترمينځه اړيكو ښه كولو كښې تعميري كردار ترسره كوي نو بايد د هغه هركلے وكړے شي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں