نګران حكومت د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن اختيارات محدود كړي٬هغه كومه بنيادي نشي كولې۔ وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي

image

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي)د پارليماني چارو نګران وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي وئېلي دي نګران حكومت د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن اختيارات محدود كړي٬هغه كومه بنيادي پريكړه نشي كولې ۔د جمعې په ورځ په سېنېټ كښې د پوښتنو دمې په مهال د سېنېټر مشتاق احمد د پوښتنې په ځواب كښې مرتضٰی سولنګي ايوان ته ووئيل د كركټ بورډ چيئرمېن تقرري نګران حكومت نه ده كړی٬د هغه تقرري پخواني حكومت كښې شوې٬هغه وړاندې هم د كركټ بورډ چيئرمېن پاتې شوے٬ ده ووئېل نګران حكومت د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن اختيارات محدود كړياو هغه ته هدايت شوے چې هغه كومه بنيادي پريكړه نشي كولې٬ دغسې د الېكشن كولو حكم هم وركړے شوے

مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں