اقتصادي نقل و حمل ګړندے كولو لپاره نوې لوئې لارې جوړول او د پخوانو لوو لارو بحالي ډېره مهمه ده، په بلوچستان كښې به د لويو لارو نېټ ورك د صوبې تقدير بدل كړي. د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني

image

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي اقتصادي نقل و حمل ګړندے كولو لپاره نوې لوئې لارې جوړول او د پخوانو لويو لارو بحالي ډېره مهمه ده، په بلوچستان كښې به د لوو لارو نېټ ورك د صوبې تقدير بدل كړي، د اېن اېچ اے، د انجينئرانو او پوهانو هڅې د ستائنې وړ دي. د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې ده دا خبرې د نېشنل هائي وے اتهارټۍ د چارواكو لخوا په بلوچستان كښې د روانو پروژو په اړه د بريفنګ په مهال وكړې. په دې موقع د اېن اېچ اے چارواكو بريفنګ وركولو سره ووئيل د 103 كلوميټره اوږد نوكنډي- ماشخېل سړك پرانسته به ډېره زر وكړې شي، د دې پرانسته به د اګست په 10مه نېټه د سېنېټ چيئرمېن كوي. په بريفنګ كښې ووئيل شول د بالانوش نه تر دالبندين د لويې لارې كار به د اكتوبر په مياشت كښې پېل كړے شي. په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن هدايت وكړو چې د لويو لارو روانې پروژې دې زر ترسره كړې شي. ده ووئيل د نوكنډي نه تر ماشخېل په سړك ودانې او د خرما باغونو ته دې كوم ډول زيان ونه رسولے شي. ده ووئېل وداني او باغونه بچ كولو لپاره دې د روډ الائمنټ بيا د سره جاج واخستلے شي. ده ووئيل د لويو لارو په دواړو غاړو دې ونې نال كړے شي. د اېن اېچ اے چارواكو ووئيل په بلوچستان كښې د نېشنل هائي وے نېټ ورك د 3835 كلوميټره دے. غوره څارنې لپاره بېلا بېل زون تشكيل كړے شوي. په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن ته د بسيمه- خضدار، د كېچ –خاران، د ژوب او كوئټه لوېديځ بائي پاس پشمول د نورو مهمو پروژو په اړه هم بريفنګ وركړے شو

مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں