د بلين ټري سونامي پروژې كاميابې لپاره به ټول قوم ته يو موټې كېدو سره ملګرتيا كول وي، پاكستان لپاره د ماحولياتو د نړيوالې ورځې د دستورې كوربتوب يو لوي اعزاز دے. وزيراعظم عمران خان

image
APP39-050621 ISLAMABAD: June 05 – Prime Minister Imran Khan addresses at the World Environment Day hosted by Pakistan. APP

اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د بلين ټري سونامي پروژې كاميابې لپاره به ټول قوم ته يو موټې كېدو سره ملګرتيا كول وي، د دې د كاميابې په نتيجه كښې به د ماحولياتو پشمول معيشت او سېلګري وده وكړي، الودګي به كمه شي، ځنګلات او ځنګلي حيات به تحفظ ترلاسه كړي، د نړۍ داسې هېوادونه كوم چې د كاربن د اخراج لويه وجه دي، دوي دې خپلې ذمه وارې پوره كولو سره غريب هېوادونو ته د دې مخ نيوي لپاره فنډونه وركړي چې دغسې دوي خپل ماحول بهتر كړے شي، د قومي پاركونو او ځنګلاتو تحفظ لپاره به د فارسټ ګارډز شمېره زياتوو، ځائي خلقو ته به روزګار وركوو، چې دغسې دوي د دې بنيادي فريق جوړېدو سره د دې تحفظ وكړے شي، تر كال 2030م به 60 فيصده برېښنا قابل تجديد توان ته منتقل كړو، ټول قوم ته په ګډه د ملګرو ملتونو د اېكو سسټم د بحالې لسيزې كاميابې لپاره هڅې كول دي. ده دا خبرې د خالي په ورځ په كنونشن سنټر كښې د ماحولياتو نړيوالې ورځې په موقع په دستورې ته د خاص مېلمه په توګه په خپله وېنا كښې وكړې. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د ماحولياتو د نړيوالې ورځې د دستورې كوربتوب پاكستان لپاره د اعزاز خبره ده. زه په دې خوشحاله يم چې ډېر زر پاكستان د ماحولياتو په اړه په هڅو كښې په نړيواله نقشه كښې راغلے. نړۍ ته معلومه ده چې پاكستان په هغو هېوادونو كښې شامل دے كوم چې خپل راتلونكي نسل لپاره اقدامات كوي. ده ووئيل چې مسلمانانو او پاكستاني قوم ته د حضور اكرم ﴿ص﴾ د حديث فهم ضروري دے په كوم چې كښې ده فرمائيلي دي چې هغې دنيا لپاره داسې ژوند تېروه لكه چې سبا مړه كېدل دي او دې دنيا لپاره دې ژوند تېروه لكه چې يو زر كاله ژوند پاتې كېدل دي. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې له بده مرغه د نړۍ زياتره هېوادونو په دې پلو پام نه دے كړے، پاكستان هم په هغو هېوادونو كښې شامل وو، خو ځينې هېوادونو احساس وكړو او دوي د ماحولياتو خيال وساتلو. وزيراعظم ووئيل چې كله مونږ په خېبر پښتونخوا كښې د يو ارب ونو كرلو پرېكړه وكړه نو مونږ ته معلومه شوه چې د پاكستان په ټول تاريخ كښې تر اوسه 64 كروړه ونې نال كړې شوې دي، مونږ په خېبر پښتونخوا كښې دا هدف پوره ٍكړو. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د اېكو سسټم د بحالي لسيزه نړۍ لپاره يوه موقع ده چې هغه د ماحولياتو بهترې لپاره كار وكړي، مونږ ته الله تعالٰی موقع راكړې چې مونږ خپل ماحول سم كړو، دا لس كاله مونږ لپاره د خپل اړخ سمولو لپاره ډېر مهم دي. وزيراعظم ووئيل چې د كاربن په اخراج كښې د پاكستان په شان د هېوادونو كردار يو فيصد هم نه دے، خو سره د دې مونږ دا پرېكړه وكړه چې د تودوخې نړيوالې درجې كمولو لپاره اقدامات وكړل شي. وزيراعظم ووئيل چې د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري ډېره مهمه خبره وكړه چې په نړۍ كښې د اوبو بحران راتلونكې دے. په پاكستان كښې د اوس نه په صوبو كښې د اوبو په تقسيم اختلافات پېدا شوي دي. د پاكستان په دريابونو كښې 80 فيصده اوبه د ګليشييئر راځي. وزيراعظم ووئيل چې د نن نه 20 كاله وړاندې چې كله د ماحولياتي بدلون خبره كېده نو په دې پورې به ټوقې كېدې، اوس نړۍ ته معلومه شوې، د موسم غېر يقيني صورتحال سره زياتره هېوادونه مخ دي. ده ووئيل چې مونږ د 10 اربه ونو كرلو پروژه پېل كړې چې پكښې يو ارب ونې كرل شوې دي، په دې پروژه كښې به ټول قوم ته كاميابې لپاره ګډون كول وي. وزيراعظم ووئيل چې د مېرمنو او ځوانانو پشمول 80 زره كسانو ته ګرين جاب وركړې شوې، په زيارت كښې اكېډمي جوړولې شي چرته به چې فارسټ ګارډز ته تربيه هم وركولې شي. وزيراعظم ووئيل چې د كورونا وبا په مهال پاكستان د خپل تاريخ تر ټولو لوي د 8 اربه ډالرو پرمختيائي پېكج وركړے، امريكې خپلو خلقو ته د 4 زره اربه ډالرو ريليف وركړے، دا فرق د امير او غريب هېوادونو ترمېنځ دے.وزيراعظم ووئيل چې د بلين ټري سونامي پروژې كاميابې لپاره به ټول قوم ته يو موټې كېدو سره ملګرتيا كول وي، د دې د كاميابې په نتيجه كښې به د ماحولياتو پشمول معيشت او سېلګري وده وكړي، الودګي به كمه شي، ځنګلات او ځنګلي حيات به تحفظ ترلاسه كړي. وزيراعظم ووئيل چې اوس په دې هېواد كښې د ونو كرلو، د دريابونو پاكولو او د هېواد پاكولو ضرورت دے. د ملګرو ملتونو د ايكو سسټم د بحالې لسيزې لپاره دې ټول قوم وړاندې راشي او دې لپاره دې هڅې وكړي.

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ کی تجزیات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں