د هېواد په زياتره سيمو كښې به موسم ګرم او خشك وي. د موسمياتو محكمه

image

اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) د موسمياتو محكمې وئيلي دي چې د راتلونكو 24 ساعتونو په مهال به د هېواد پھ زياتره سيمو كښې موسم ګرم او خشك وي خو په سوئيلي پنجاب، بالائي سندھ، شمالي ختيځ بلوچستان، كشمير او نزدې غره ايزو سيمو كښې سېلې او پړق پړوق سره د باران ورېدو امكان دے. د موسمياتو محكمې رپورټ له مخې د د تېر 24 ساعتونو په مهال هم د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم ګرم او خشك و. په رحيم يار خان او خان پور كښې باران ورېدلې.

مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں