اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي بلاول صاحب ، دا وئيل پكار دي چې تر اوسه څومره ويكسين اخستلي شوي،وفاق د سندھ حكومت له د اين اېف سي ايوارډ په لړ كښې 1600اربه روپۍ وركړي ٬ هغه ئې څنګه كارولي ، بلاول بايد د عمران خان مننه وكړي چا چې د احساس ايمرجنسي كيشن 35 فيصده د سندھ اولس له وركړے، بلاول دې اووائي چې تر اوسه سندھ حكومت د كوويډ ريسپانس لپاره څه كړي ۔د جمعې په ورځ د بلاول زرداري په بيان خپل غبرګون كښې ده ووئيل د سندھ حكومت د كوويډ ريسپانډ لپاره چې كومي 5 اربه روپۍ بيلې كړې وې هغه ئې چرته خرڅ كړي، بلاول صاحب ، خپل صلاحكار بدل كړه كوم چې تاته د رښتيا په ځاے دروغ ښائي۔ ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان د كوويډ19 مخنيوي لپاره تګلاره، د سمارټ لاك ډاؤن پاليسي د روغتيا نړيوالي اداري پشمول ټولي نړۍ ستائلي ۔ده ووئيل د وفاقي حكومت په هڅو تر اوسه ټول هېواد كښې د وېكسين 79 لكهه 52 زره 574 خوراكونه وركړې شوي، د كوويډ 19 مخنيوي لپاره د آكسيجن پيداوار د ورځې 400 نه تر 800ميټرك ټن ته رسولے شوے،دا 66 فيصده اضافه ده، د ورځي د ټيسټونو صلاحيت 50 زره ته رسيدلے