د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير شفقت محمود د قامي نصاب كونسل د سيوري لاندې د دوهم پنځه ورځنۍ قامي كنفرنس پاې دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئېلي دي د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې”يو قام-يو نصاب” له حتمي شكل وركول او د شپږم نه تر اتم جماعت لپاره د 8 مضمونونو نصاب په متفقه توګه منظورۍ د قامي نصاب كونسل پشمول د څلورو واړو صوبو د تعليم محكمې ٬ فېډرېشن يونټس ٬ علماﺀ كرام٬د مدرسو استازي او د ګرد هېواد څخه راغلې د مضمنونو پوهاند د مباركۍ مستحق دي۔د دې خيالاتو څرګندونه د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير شفقت محمود د قامي نصاب كونسل سيوري لاندې په علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ كښې د قامي نصاب كونسل د سيوري لاندې د دوهم پنځه ورځنۍ قامي كنفرنس پاې دستورې ته د وېډيو كانفرنسنګ سسټم له مخې خطاب كښې كړې۔ده ووئيل د پاكستان حكومت د قامي هيلو او د نړيوال تړون په اړه د خپلو ذمه وارو څخه خبر دے٬په پاكستان كښې د تعليم بهترۍ لپاره ټول ضروري اقدامات كوو۔شفقت محمود ووئيل د سنګل نصاب څخه به طبقاتي نظام ختم شي او د هېواد ټولو وګړو ته د وړاندې تللو لپاره يو ډول موقعې به ترلاسه شي۔د جوائنټ اېجوكېشنل اېډوائزر/قامي نصاب كونسل چيئرمېن محمد رفيق طاهر ووئيل په قامي نصاب ټول متفق كېدل د پاكستان د تاريخ يو نوے باب دے۔ده ووئيل يو قام: يو نصاب يو خوب ؤ كوم چې حقيقت كېږي۔رفيق طاهر ووئيل علامه اقبال اوپن يونيورسټي مونږ ته اكېډمك سپورټ راكړے په كوم چې مونږ د پوهنتون د انتظاميې د زړه د اخلاصه مننه كوو او مونږ وائس چانسلر پروفيسر ډاكټر ضيا القيوم ته د وړومبي او دوهم دواړو كنفرنسونو په كوربتوب مباركي او پېرزوئنې وړاندې كوو۔د علامه اقبال اوپن پوهنتون وائس چانسلر پروفيسر ډاكتر ضياﺀالقيوم پاې دستورې ته د وېنا كولو په مهال ووئيل يو ډول نصاب معارفي كولو لپاره په سنجيده هڅو د تعليم وزارت په خاص توګه وزيراعظم عمران د مباركۍ مستحق دے۔ده ووئيل په نصاب كښې دومره چېلنج نه ؤ څومره چې د ښودلو په انداز كښې ؤ۔د پاې دستورې ته د سوئېلي پنجاب ايجوكېشن سېكرټري ډاكټر احتشام انور او د پنجاب نصاب/ټېكسټ بك بورډ منيجنګ ډائرېكټر ډاكټر فاروق منظور هم خطاب وكړو

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں