د هند او سري لنكا ترمينځھ اولنې ټي ټونټي نړيوال كركټ مېچ سبا كېږي

image

ګوهاټی ۔03 جنوری (اے پی پی) د هند او سري لنكا كركټ لوبډلو ترمينځه د درې ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز اولنې مېچ سبا د اتوار په ورځ ګوهاټي كښې كېږي۔ سری لنکن كركټ لوبډله به د هند دورې په مهال د كوربه لوبډلې په ضد د درې ټي ټونټي مېچونو سېريز كوي۔ د سری لنکا په ضد د ټي ټونټي سكواډ مشري به وېرات كوهلي كوي۔ په نورو لوبغاړو كښې لوکېش راهول، شرییاس ایئر، منیش پانډے، سنجو سیمسن، رشبھ پنت، شیوم ډوب، یوزویندر چهل، کلدیپ یادیو، راویندرا جډیجه، شاردال ټھاکر، نویدیپ سینی او واشنګټن سندر شامل دې۔ د سېريز دوهم مېچ به د روانې مياشتې په 7 مه او درېم او ورستې مېچ به په 10 مه نېټھ كولې شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں