د نشه اي توكو نه بچ كېدو لپاره نوې نسل به صحت مندانه هلو ځلو پلو مائل كول وي

image
APP57-05 LAHORE: December 05 - President Dr Arif Alvi addressing during the 3rd day of 31st AdAsia 2019 Congress. APP photo by Rana Imran

کراچۍ 31 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د نشه اي توكو استعمال يوازې كسان نه كورنۍ هم تباه كوي٬ د نشه اي توكو نه بچ كېدو لپاره نوې نسل به صحت مندانه هلو ځلو پلو مائل كول وي۔ اولس مشر د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ د نشه اي توكو نذر آتش كولو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل په نشه اي توكو قابو موندلو لپاره د دې د سپلائۍ لارې نيولو ته اړتيا ده۔ امريکا د نشه اي توكو د مخنيوي په كمپائن اربونو ډالره خرڅ كوي٬ د امن د خراب صورتحال په مهال كراچۍ كښې د نشه اي توكو كاروبار زيات شوې۔ ده ووئيل د نشه اي توكو مخنيوي لپاره به په هره كچه هڅې كول وي٬ د نشه اي توكو نه بچ كېدو لپاره نوې نسل به صحت مندانه هلو ځلو پلو مائل كول وي٬ د نشه اي توكو نوې قسمونه ځوانان په تندۍ سره خپلو منګولو كښې ګېروي۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل مور پلار له په خپلو ماشومانو خاص نظر ساتل وي ٬ كومې ټولنې چې خپل اخلاقي اقدارو بنياد په پېښه ږدي ھغوي تباه شي٬ پاكستان په نړيواله ورورولۍ كښې ځانګړې مقام ترلاسه كولو لپاره چمتو دے ۔ ده ووئيل د قائداعظم کمال ٶ چې ھغه د نظريې په بنياد قام راجمع كړې۔ ده ووئيل علمائے كرام له د ټولنې سماجي معاملو كښې هم لارښودونه پكار ده٬ په سماجي چارو كښې د ادارو او جوماتونو هم كردار پكار دے

مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں