وزيراعظم عمران خان د برتانيې خپل هم څنګ د مقبوضه كشمير اوسني صورتحال څخه خبر كړو

image
APP50-23 NEW YORK: September 23 - Prime Minister Imran Khan meets British Prime Minister Boris Johnson on the sidelines of 74th UNGA Session. APP

نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د برتانيې خپل هم څنګ بورس جانسن سره ليدلي۔دا ملاقات په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 74مې غونډې پھ موقع شوې٬دواړو لارښودو شريك٬سيمه او دوه اړخيزه چارو د خيالاتو څرګندونه كړی۔وزيراعظم عمران خان د برتانيې خپل هم څنګ د مقبوضه كشمير اوسني صورتحال څخه خبر كړو او پھ دې خبره يې زور راوړو چې نړيواله ورورولي دې د بشري حقونو خراب صورتحال او د هغې د اثراتو مخ نيوي له كردار ترسره كړي۔وزيراعظم د جمو كشمير شخړې امن ناكه حل سهولت او د امن او سلامتيا خطر مخ نيوي له په سمدستي توګه د كرفيو او نورو بندېزونو ختمولو زور راوړو۔د برتانيې وزيراعظم ووئيل برتانيه پھ دې صورتحال نظر لري او په دې اړه كردار ترسره كوي۔دواړه لارښود نزدې رابطې ته سلا شو دوي د افغانستان امن عمل او روغې جوړې عمل پشمول سيمه ايز اهميت او په نورو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔دوي سياسي٬تجارتي او د معيشت پشمول پھ بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو ته سلا شو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں