خارجه وزير شاه محمود قريشي په ډي آئي خان كښې په ځانمرګي بريد كښې په ځاني زيان خواشيني وښودله

image

اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي په ډي آئي خان د ځانمرګي بريد سخته غندنه كولو سره په دې كښې په ځاني زيان خواشيني ښودلې۔ د اتوار په ورځ د غمرازې په پېغام كښې ده ووئيل چې دې بزدلانه فعل سره د امن او امان خرابولو ناكامه هڅه شوې٬ داسې بزدلانه فعاليتونو سره به زمونږ حوصلې كمزورې نه شي۔ شاه محمود قريشي ووئيل چې په روغتونونو د ترهګرې بريدونه كوونكي د انسانيت بدتره دښمنان دي او مونږ به د ترهګرې دا لعنت له مېنځه وړو۔ ده ووئيل چې د وظيفې په مهال شهادت ترلاسه كوونكي پوليس ملازمين قوم لپاره د فخر وړ دي۔ ده د شهيدانو لوړو درجو او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔

مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں