قومي احتساب بېورو د نېب چيئرمېن په شمول د يو شمېر كسانو بلېك مېل كوؤنكې ډلې په ضد رېفرنس فائل كړو

image

لاهور۔25 مئی(اے پی پی ) قومي احتساب بېورو (نېب) د نېب چيئرمېن جسټس ريټائرډ جاوېد اقبال په شمول د يو شمېر كسانو بلېك مېل كوؤنكې ډلې په ضد رېفرنس فائل كړو۔ د لاهور احتساب عدالت تورنو ته نوټس جاري كولو سره دوئي د جون په 17 مه نېټه بللې دي۔ دا رېفرنس په 630 پاڼو مشتمل دې۔ د لاهور احتساب عدالت اېډمن جج جواد الحس نوټس جاري كولو سره تورن او تفتيشي افسر بللې دي۔ دغسې عدالت فاروق نول او طيبه ګل ته هم د جون 17 نېټې لپاره نوټس جاري كړې دې۔ د رېفرنس د متن ترمخه د تورنو په ضد 36 ګواهانو نېب ته بيانات قلمبند كړي او د طيبه ګل او فاروق نول په ضد نېب ته 6 شكايتونه ترلاسه شوي دي

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں