د هېواد تجارتي خساره كښې د روان مالي كال په مهال 13.1 فیصده كمې شوې۔ د خزانې وزارت

image

اسلام آباد ۔ 12 مئی (اے پی پی) د هېواد تجارتي خساره كښې د روان مالي كال(2018-19ﺀ) په مهال 13.1 فيصده كمې شوې۔ د خزانې وزارت چارواكو ترمخه د مالي كال په اولنيو لس مياشتو كښې (جولائي څخه تر اپرېل مياشتې) تجارتي خساره كمېدو سره 26.17 اربه ډالره پاتې شوه۔ كومه چې تېر كال په دومره موده كښې 30.114 اربه ډالره وه۔ دوئي ووئيل د روان مالي كال تر پايې امكان دې چې تجارتي خساره كښې 5 څخه تر 6 اربه ډالرو كمي رامخې ته شي۔ د اپرېل 2019ء په مهال د هېواد تجارتي خساره 13.77 فیصده كمېدو سره 2.498 ارب ډالره پاتې شوې۔ ددې په مقابله كښې د اپرېل 2018ﺀ په مهال د تجارتي خسارې حجم 2.897 اربه ډالره ريكارډ كړې شوې وو۔

مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں