د پاكستان تحريك انصاف حكومت د نوي پاكستان جوړولو كښې خواري كښ او كارمندان يو مهم شريكوال ګڼي۔ اطلاعاتو او خپرونو لپاره د وزيراعظم خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د مزدورانو نړيوالې ورځې په مهال بيان

image

اسلام آباد ۔ 01 مئی (اے پی پی) د وزيراعظم خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د پاكستان تحريك انصاف حكومت د نوي پاكستان جوړولو كښې خواري كښ او كارمندان يو مهم شريكوال ګڼي او د دوئي خېر ښېګړې او د دوئي د حقونو تحفظ له عملي ګامونه پورته كوي۔ د مزدورانو نړيوالې ورځې په مهال د شورؤ په ورځ خپل بيان كښې دې ووئيل خواري كښو په نړيواله كچه پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړې دې۔ دې ووئيل د خواري كښو د ترقۍ نه غېر هېواد پرمختګ كولې نه شي او وزيراعظم دوئي ته د دوئي حقونه وركول باوري كولو له هڅې كوي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل ”مزدور کا احساس پروګرام” به د خواري كښو طبقو سماجي تحفظ باوري كولو له سنګ ميل ثابت شي۔ دې ووئيل هغه وخت لرې نه دې كله چې به د پاكستان خواري كښه طبقه خوشحاله وي او په ټولنه كښې به دوئي ته د عزت مقام ترلاسه وي۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں