د سندھ تر ټولو لوې ګوند پيپلز ګوند وو كوم چې د سندھ تر داخلي سيمو محدود شوې۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ۔ وزيراعظم د سندھ اولنۍ ضلعې ته راغلې دې ٬ دا آخري ضلع نه ده بلكې اولنۍ ضلع ده

image

ګھوټکی ۔ 30 مارچ (اے پی پی)سردار علی ګوهر خان مهر وئيلي دي وزيراعظم د سندھ آخيرنۍ ضلعې ته راغلې دې٬ دا آخيرنۍ نه بلكې اولنۍ ضلع ده۔ كه پنجاب څخه سندھ ته څوك راځي نو ګھوټكي اولنۍ ضلع ده۔ كومه چې پنجاب او سندھ خپلو كښې تړي۔ د خالي په ورځ ګھوټكي كښې اولسي غونډې ته خطاب كښې خارجه وزير ووئيل د نن نه 9 كاله آګاهو چې كله ما تحريك انصاف كښې شموليت وكړو نو ما ګھوټكي ضلعه كښې د جلسې كولو انتخاب وكړو چې مقصد ئې د پاكستان اولس ته دا پېغام وركول وو چې د لوئې څښتن په فضل به د عمران خان سوچ د وفاق علامت جوړ شي۔ نن د وفاق علامتونه ددې نمائندګي نه كوي كوم چې نمائندګان وو۔ كوم چې د وفاق نمائندګان وو كومه صوبه كښې د هغوي سياسي وجود نشته۔ خارجه وزير ووئيل د تېرو لسو كلونو نه زياته موده په سندھ د پيپلز ګوند حكومت وو ولې خپله پرېكړه وكړۍ د سندھ حالات ښه شوي دي يا خراب شوي دي۔ ده ووئيل د اسمبلۍ غړېتوب زما مقصد نه وو بلكې ما بدلون راوستلو له او نوې پاكستان لپاره دا پرېكړه كړې وه۔ ده ووئيل هغه هوا چې كے پي كے څخه راغلې وه پنجاب ته داخله شوه او چا ته معلومه هم نه وه چې داسې به وشي۔ ده ووئيل د كے پي كے سياسي علامت اے اېن پي او جے يو آئي ف وو ولې نن دغلته د هغوي وجود نه ښكاري۔ ده ووئيل كه تاسو صحيح منصوبه بندي وكړۍ نو زه په سندھ كښې د لوئې بدلون پېشګوئي دركوم۔ خارجه وزير ووئيل نن د سندھ اولس ته باور شوې چې پي پي پي وفاق كښې د حكومت جوړولو اهليت ختم كړې دې او نن يوازې يو ګوند دے جې نامه ئې پي ټي آئي ده كوم چې د وفاق نمائنده ګوند دې۔ ده ووئيل راځۍ چې په ګډه د عمران خان ملګرتيا وكړو دغسې چې نوې پاكستان جوړول باوري كړې شي۔ غونډه كښې سردار علی ګوهر خان مهر، د جی ډی اے مرکزی مشرتابه ٬ د تحريك انصاف عمومي سېكتر جنرل ارشد داد، مرتضیٰ جتوئی، ذوالفقار مرزا، ارباب غلام رحیم او د صفدر عباسی په شمول ډاكټر فهميده مرزا او د سندھ صوبائي مشرتابه هم ګډون وكړو۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں