د پاك هوائي ځواك په وخت مداخلت نه وروستو هندي الوتكې تېښتې ته مجبوره شوې۔ د پے لوډ په خالي ځائې كښې پرېوتو لامله كوم ځاني يا مالي زيان نه دې شوې۔ د آئي اېس پي آر ډي جي مېجر جنرال آصف غفور ټويټ

image

اسلام آباد ۔ 26 فروری (اے پی پی) د آئي اېس پي آر ډي جي مېجر جنرال آصف غفور وئيلي دي هندي الوتكې د آزاد جموں وكشمير مظفر آباد سېكټر كښې لائن آف كنټرول (اېل او سی) څخه راوړېدلو سره درې څلور ميله دننه راننوتلې وې۔ د نهې په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل د پاك هوائي ځواك په وخت مداخلت نه ورستو دغه الوتكې په تېښته مجبوره شوې۔ د تادۍ لامله ئې پے لوډ وغورځولو او په اېل او سي واوړېدې۔ د پے لوډ په خالي ځائې كښې د غورځولو لامله كوم ځاني يا مالي زيان ونشو۔ ده ووئيل په دې اړه به د لا تكنيكي تفصيلاتو په شمول نور مهم معلومات وروستو رامخې ته كړې شي۔

مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں