هند کشميريان پخپل وطن كښې اقليت جوړول غواړي

image

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د پيپلز ګوند سناتور ميا رضا رباني وړاندېز وركړې چې د خارجه چارو پحقله دې د مخالفې ډلې او حكومتي نمائندګانو پشمول پارلماني كمېټې جوړه كړې شي٬ په نړيوال كچ به د پاكستان غږ يوازې په هغه صورت اورېدلې شي ډې د ډهانچه جاتي بدلون د لارې د پارلمان څخه پاليسۍ جوړې كړې شي٬ د دې خبرې به لوظ كول وي چې كه امريكا اووائي يا څوك بل خو مونږ له به هند د منطقې تهاڼېدار جوړېدل تسليمولو نه انكار كول وي٬ خپله قامي سلامتيا او مفادات تر نظره ساتلو سره به آزاده خارجه پاليسي جوړول وي۔ د شورو په ورځ د پارلمان شريكې غونډه كښې د مقبوضه کشمير په صورتحال بحث كښې ده ووئيل د كال 1947 نه دا مسئله رامخې ته ده٬ زمونږ خارجه پاليسي ناكامۍ سره مخ ده ځكه چې پارلمان په پاليسۍ جوړولو كښې هېڅ كردار نه لري۔ ده ووئيل تېره ورځ د امريكې لخوا بيان راغلې چې هند كشمير خپله كورنۍ مسئله ګرځولې ده۔ ده ووئيل د ماليزيا لخوا يوازې دا بيان راغلې چې مونږ په مسئله نظر لرو۔ ده ووئيل د پاکستان اشرافيه تل خپل ذاتي مفادات تر نظره ساتلې او قامي مفادات ئې قربان كړي ۔ ده ووئيل د وزيراعظم په جوړه كړې كمېټۍ كښې يو ټاكلې نمائنده نشه ٬ مونږ دغه كمېټي نه قبولوٶ٬ ده غوښتنه وكړه چې د مخالفې ډلې او حكومتي نمائندګانو پشمول پارلماني كمېټې دې جوړه كړې شي۔ ده تجويز ور

مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں