اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د عيد ميلاد النبي ﷺ په موقع ټول قام او مسلمانانو له مباركي وركولو سره ووئيل لوے څښتن مونږ له د حضور نبي اکرم صلي الله عليه وآله وسلم په صورت كښې يو عظيم نعمت راكړې څوك چې د ټول کائنات لپاره د رحمت دې۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير وئويل حضور نبي اکرم صلي الله عليه وآله وسلم د ښه اوصاف او اقدار څرګندونه ده۔ده ووئيل د حضور نبي اکرم صلي الله عليه وآله وسلم تعليمات زمونږ لپاره ښه نمونه ده ،حضرت محمد ﷺ راتګ سره نړۍ روښانه شوي او ګڼ شمير بے وسه وګړو له ئې پناه وركړي۔ده په دې خبره زور راوړو چې د ټولو مسلمانانو د کاميابۍ کنجي د رسول الله صلي الله عليه وسلم په تعليمات عمل كول كښې ده۔ ده په دې خبره رڼا واچوله چې حضرت محمد صلي الله عليه وسلم يو مثالي سماجي، سياسي او معاشي نظام وړاندې كړې،كوم چې د نړۍ لپاره د رڼا مينار دے۔ده په دې خبره زور راوړو چې رسول الله صلي الله عليه وسلم سره رښتني مينه ، د هغه په سنت عمل كولو ته اړتيا ده۔د كورنيو چارو وفاقي وزير په دې خبره هم زور راوړو چې مسلمانانو ته پېښو مسئلو حل په سيرت النبيؐ كښې دے۔ده ووئيل حضور نبي اکرم صلي الله عليه وآله وسلم ژوند د همدردۍ، روادارۍ، اتحاد او ورورولۍ روښانه مثال دے۔ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې مونږ د حضور نبي اکرم صلي الله عليه وآله وسلم په تعليمات په صحيح معنو كښې د عمل كولو توفيق راكړي او زمونږ هېواد دې د امن مركز وګرځوي۔