افغانستان لپاره د پاکستان خاص نمائنده آصف دراني د افغانستان په دوره دے۔ د خارجه دفتر ويانده

image

اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرہ بلوچ وئيلي دي چې افغانستان لپاره د پاکستان خاص نمائنده آصف دراني دا مهال د افغانستان په دوره دے۔ د جمعې په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال دې ووئيل افغانستان لپاره د پاکستان د خاص استازي په حېث خپلې ذمه وارۍ سنبهالولو نه پس دا د ھغه د افغانستان وړومبۍ سركاري دوره ده۔ دې ووئيل آصف دراني به د دورې په مهال د افغانستان لنډمامه نائب وزيراعظم ملا عبدالکبير، لنډمهاله خارجه وزير امير خان متقي، د تجارت وزير نورالدين عزيزي، د صحت وزير ډاکټر قلندر عباد او د لوړو زده كړو لنډمهاله وزير شېخ ندا سره ملاقاتونه كوي۔ وياندې ووئيل په خبرو اترو كښې د دوه اړخيزه اړيكو ټول اړخونه شامل كړې شوې دي۔ دې ووئيل خاص نمائنده د ملاقاتونو په مهال سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره د شريك قوي هدفونو ودې لپاره افغانستان سره په ګډه كار كولو سره د پاكستان د پوخ عزم پخلے كړے۔ وياندې ووئيل پاكستان به د دلچسپۍ په ټولو چارو افغان لنډمهاله حكومت سره په فعاله توګه خبرې اترې جاري ساتي

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں