وړومبۍ مېرمن ثمينه علوي مېرمنو كښې د سينې كېنسر پحقله شعور بېدارولو لپاره د پنك ربن كمپائن پرانسته وكړه

image
APP84-10 ISLAMABAD: October 10 - First Lady Mrs. Samina Alvi addressing the Breast Cancer Awareness Campaign at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن ثمينه علوي مېرمنو كښې د چسټ سرطان پحقله شعور بېدارولو لپاره د پنك ربن كمپائن پرانسته كړې ٬ په دې لړ كښې د شورو په ورځ ماښام بټن پرېس كولو سره ايوان صدر ګلابي رڼا څخه روښانه كړې شو۔ پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې ثمينه علوي ووئيل د چسټ سرطان وجوهات معلوم نشول او دا رنځ په مېرمنو كښې ډېر په تندۍ سره خپرېږي چې په سوب ئې په لويه كچه مېرمنې مري۔ دې ووئيل پاكستان كښې په دې لړ كښې د شعور كمې په سېب د مېرمنو چسټ سرطان ورځ تر ورځ زياتېږي ٬ په دې لړ كښې شعور بېدارولو سره د سرطان په سوب د مرګونو لاره نيولې كېدې شي۔ وړومبۍ مېرمن ووئيل اكتوبر ورځ ګرده نړۍ كښې د مېرمنو د چسټ سرطان پحقله شعور بېدارولو لپاره لمانځلې شي ٬ ميديا د برېسټ كېنسر په ضد كمپائن كښې مهم كردار لوبولې شي ۔ په دې موقع د برېسټ كېنسر كمپائن مشر ډاكټر عمر آفتاب ووئيل پاكستان كښې يو كروړ 20 لكه مېرمنې د سرطان خطر سره مخ دي ٬ د برېسټ کېنسر زر تشخيص ممكن دے۔ ده ووئيل سږ كال به لاهور كښې د برېسټ كېنسر روغتون كار پېل كړي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں