د پي ټي آئي په څلور كلن دور كښې صبر او زغم كښې كمې رامخې ته كړې شو٬ رانا تنوير حسېن

image

اسلام آباد 23جون(اے پی پی)د تعليم او پېشه ورې تربيې وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئېلي دي چې د پي ټي آئي د څلور كلن دور په صبر و زغم كښې كمې رامخې ته كړې شو٬ بايد كومه هم اداره له خپل آئيني حد څخه تجاوز ونه كړي٬ كه هېواد د مسئلو څخه ويستل وي نو ټولو ادارو له به زغم او بردبارۍ څخه كار اخستل وي۔ د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال وفاقي وزير ووئيل د پي اے سي چيئرمېن عمر له په ښه ډول خبره كړې ٬ د برېښنا په اړه د هغه خبره سمه ده په كال 2013 كښې چې كله زمونږ حكومت راغلو نو په هېواد كښې به شل شل ساعته لوډشېډنګ ؤ٬پخواني وزيراعظم نواز شريف او شهباز شريف شپه ورځ كار كولو سره لوډشېډنګ ختم كړې ٬ په كال 2018 كښې لوډشېډنګ زيرو ؤ۔ د پي ټي آئي په حكومت كښې تر څلور كاله د برېښنا پروژې بشپړ نه كړې شوې كومې چې اوس مونږ بشپړ كوو٬ ګرمي ډېره زياته ده په كے پي او اسلام آباد كښې د برېښنا مسئلې شته خو د پنجاب په سيمو كښې صورتحال د دې نه هم زيات خراب دې٬كه چرې قوم مونږ ته يو ځل بيا موقع راكړه نو بيا به لوډشېډنګ زيرو كړو۔ ده ووئيل ادارو د يو بل په دائره كار كښې مداخلت پېل كړې٬بايد كومه هم اداره د خپل آئيني حد څخه بهر ونه ځي كه چرې مونږ له د مالي سياسي بحرانونو څخه وتل وي نو مونږ له به د تحمل او بردبادۍ سره مخ په وړاندې تلل وي۔

مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں