د امريكې خارجه وزير ته مو وئېلي چې هند د افغانستان د سولې عمل خرابول غواړي٬ د جنورۍ په 26مه نېټھ د هند د جمهوريه ورځ كشميريانو د تورې ورځې په توګه لمانځلې ۔د خارجه وزير شاه محمود قرېشي مېډيا سره خبرې

image
APP22-300121 MULTAN: January 30 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi talking to media persons. APP photo by Tanveer Bukhari

ملتان 30 جنوری (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې په ډينيل پرل كېس كښې د بري شوي شېخ عمر امريكې ته د سپارلو خبرونه بې بنسټه دي۔د امريكې خارجه وزير انتهوني بلنكن سره زما په ټېليفون خبرې شوې دي٬خارجه وزير ته مو په ذمه وارۍ سنبهالولو مباركي وركړی۔د بلنكن تجربې به د منطقې د ستونزو په حل كښې مرسته كونكې ثابته شي۔د امريكې خارجه وزير مو د وزيراعظم عمران خان د ترجيحاتو څخه په تفصيلي توګه خبر كړې٬په ملتان كښې مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د امريكې خارجه وزير په يوه عدالتي پريكړه اندېښنه لرله٬د كومې پھ لړ كښې مو چې هغه په اعتماد كښې اخستې۔ده په عدالتي پريكړه د نظرثانۍ د خواهش څرګندونه كړې۔شاه محمود قرېشي ووئيل چې د امريكې حكومت د ډينيل پرل قاتلانو ته سزا وركول غواړي او زمونږ هم دا خواهش دې چې د ډينيل پرل كورنۍ سره انصاف وشي۔ده ووئيل چې پاكستان امريكې سره دوه اړخيزه اړيكې غواړي او هغه مې د وزيراعظم عمران خان د ترجيحاتو نه خبر كړی۔ده ووئيل چې په پاكستان كښې عدليه آزاده ده٬د آئين او قانون له مخې پريكړې كېږي٬د پاكستان تحريك انصاف حكومت د كرپشن او مني لانډرنګ په ضد اقدامات كوي۔شاه محمود قرېشي ووئيل چې د امريكې او طالبانو پھ مذاكراتو كښې پاكستان مهم كردار ترسره كړې۔شاه محمود قرېشي ووئيل چې د اسامه بن لادن لخوا د نواز شريف چې كومه مالي مرسته شوې هغه په رېكارډ ده٬د پي ډي اېم په اړھ ده ووئيل چې زما خيال دې د سندھ حكومت به استعفٰی ورنه كړي۔د پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګېلاني د سېنېټ چيئرمېن جوړیدو خبرونو په اړه ده ووئيل چې د پنجاب څخه سېنېټران ټاكلو لپاره پاكستان پيپلز ګوند سره شمېره پوره نه ده۔دوي هغه د سندھ څخه ټاكلې شي خو دا پريكړه پيپلز ګوند ته كول دي۔د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې ده وئيل چې د جنورۍ په 26مه نېټھ د هند د جمهوريه ورځ كشميريانو د تورې ورځې په توګه لمانځلې۔خارجه وزير ووئيل چې پاكستان د سفارتي ذريعو د لارې د هند مكروح اقدامات او تشدد بې نقابه كوي٬د تحريك انصاف حكومت لخوا چې كله د كشمير مسئله پورته كړی شوه نو د دې پھ نتيجه كښې نړيواله ټولنه په حركت كښې راغله۔د سېنېټ په خارجه كمېټۍ كښې د كشمير په اړه د حكومت دريځ وړاندې كړی شوې او اپوزېشن غړو يې ستائنه كړی۔

مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں