د رېلوے وفاقی وزیر شیخ رشید احمد د ریلوے افسرانو سره د ملاقات په مهال خبرې اترې

image

اسلام آباد 22 فروری (اے پی پی) د رېلوے وفاقی وزیر شېخ رشید احمد رېلوے افسرانو ته وئيلي چې بايد هغوي د مسافرو اسانيو او ښه ټرین آپرېشن ته پام لرنه وكړي، دې مقصد لپاره به د هغوي هر ډول مرسته كولې شي۔ د رېلوے هيډکوارټرز لاهور كښې د لاهور ورکشاپ او ډویژن ګرېډ 17 افسرانو سره د ملاقات په مهال ده ووئيل افسران دې مسئلې په ګوته كړي او د ټرېن آپرېشن ښه كولو پھ اړه دې جذبه پیدا کړي، ټیم ورك كه ښھ وي نو سروس ډلیوری كښې به ښكاره فرق راشي۔ شېخ رشید احمد لاهور هېډکوارټرز كښې لاهور كښې د ګرېډ 18 او 19 افسرانو سره هم ملاقات وكړو۔ ده د افسرانو سره پھ خپلو خبرو كښې ووئيل تاسو د رېلوے اثاثه ئې، زما كار ستاسو مرسته كول او ستاسو كار پرفارم کول دي۔ د رېلوے وزیر ووئيل بايد د رېلوے افسران د مسافرو اسانيو او ښه ټرین آپرېشن ته پام لرنه وكړي

مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں