وفاقي وزير ډاكټر شيريں مزاري سره د سويډن د بشري حقونو٬د جمهوريت او قانون سرلوړۍ سفيرې انيكابن ډيوډ وليدل

image
APP35-12 ISLAMABAD: October 12 – Ambassador of Human Rights Annika Ben David along with Swedish Ambassador Ingrid Johansson called on Federal Minister for Human Rights Dr. Shareen Mazari. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) وفاقي وزير ډاكټر شيريں مزاري سره د سويډن د بشري حقونو٬د جمهوريت او قانوني سرلوړۍ سفير انيكابن ډيوډ ملاقات كړی۔د ملاقات په مهال په پاكستان ګښې د سويډن سفير انګرډ جانسن هم موجود وو۔د ملاقات په مهال دوي د بشري حقونو په اړه د مسئلو حل كولو لپاره په اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د اروپائي ائتلاف ځينو هېوادونو كښې د اسلامي ورورولۍ حقوق تحفظ چارو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د بشري حقونو وفاقي وزيرې شيريں مزراري د هر وګړي د فرق نه غېر تحفظ باوري كولو لپاره د خپل عزم پخلې وكړو۔دې ووئيل چې مونږ د مېرمنو او اقليتونو پشمول د بشري حقونو لپاره لوظي يو۔دې خاص مېلمنو ته موجوده حكومت د مېرمنو وراثتي حقونو په اړه خبرونې كمپائن پشمول د بشري حقونو په اړه پھ موجوده قوانين عملدرآمد او نوې قانون سازۍ لپاره د عزم څخه خبر كړل۔د سويډش سفير په پاكستان كښې د بشري حقونو تحفظ لپاره د موجوده حكومت د هڅو ستائنه وكړه۔له بلې خوا وفاقي وزيرې سره په پاكستان كښې د فرانس سفير مارك بريټي د پولټيكل اينډ پرېس اتاشي او رينيكو واګټر سره ملاقات وكړو چې پكښې د بشري حقونو چارو په اړه تفصيلي خبرې وشوې۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال آن لائن خریداری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں