ما د خپل قام سره لوظ كړې چې څومره هم کرپټ كسان دي ټول به نيولې شي، تر څو چې کرپشن ختم شوې نه وي د هېواد مسئلې نه شي ختميدې، مونږ له به د سخت وخت څخه وتلل وي

image
APP49-07 LAHORE: October 07 - Prime Minister Imran Khan in a meeting with members of Punjab Cabinet at CM Office. APP

اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې ما د خپل قام سره لوظ كړې چې څومره هم کرپټ كسان دي ټول به نيولې شي، تر څو چې کرپشن ختم شوې نه وي د هېواد مسئلې نه شي ختميدې، مونږ له به د سخت وخت څخه وتلل وي، کرپشن په ګوته كونكې له د هغې د 20 فیصده انعام وركولو په اړه قانون به په يو څو ورځو كښې منظور کړې شي، د برېښنا او ګاز خسارې كمولو له به د هغې بيعه زياتول وي، ټولو ادارو كښې اصلاحات او تشکیل نو کېږي د كومې ميوې به چې په يو څو مياشتو كښې اولس ته ورسي ، 100 ورځې پس به د وزيرانو د کارکردګۍ جاج اخستلې شي، په چا چې د نيب مقدمې دي باي د دا کیسونه وړاندې څخه ختم شوې ؤ، 22 كالو راهسې اولس ته وايم چې د پاکستان د مسئلو بنیادی وجه کرپشن دې، چا چې زمونږ د بچو حق وهلې هغوي به نيولې شي ٬ هېواد ته سرمایه کاری به راوړلې شي ، ګورننس نظام به ښه كولې شي، د برېښنا د غلا به مخنيوې كولې شي، د برېښنا پيداوار به زياتولې شي او ټرانسمیشن لائنونه به هم ښه كولې شي ۔ د اتوار په ورځ لاهور كښې د پنجاب وزیر اعلیٰ عثمان بزدار او د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن سره خبرې کنفرنس ته خپل خطاب کښې ده ووئيل د پنجاب وزیر اعلیٰ عثمان بزدار ایماندار انسان دې او د بدلون نامه ده ، د پنجاب په اعلیٰ وزيرانو كښې به عثمان بزدار تر ټولو کامیاب وزیرا علیٰ وي، عثمان بزدار پسماندہ سيمې سره تعلق لري، هغه د خپلې سيمې مسئلې پېژني، بدلون دا دې چې زمونږ وزیر اعلیٰ به درملنې له بهر نه ځي، وزیر اعلیٰ ته معلومه ده چې د خراب اوبو څښلو څخه څومره مسئلې پیدا كېږي، زه باور لرم چې هغه يو ایماندار انسان دې او هغه به دغه ډول بدعنوانی ونه كړي۔ ده ووئيل تر ټولو لوئ بجټ د پنجاب دې، پنجاب كښې په 10 كلونو كښې 8 زره اربهه روپۍ خرڅ شوې، يواځې په لاهور كښې كلن پرمختيائي بجټ د خېبرپښتونخوا څخه يو په درې زيات دې۔ ده ووئيل دې څخه وړاندې وزیر اعلیٰ به څلور څلور كاله د خپل ایم پی ایز او يو يو كال به د خپل وزيرانو سره ملاقات نه كيدو۔ وزیراعظم ووئيل په نړۍ كښې چرته هم په يوه نيمه مياشت كښې د حکومت د کارکردګۍ په اړه پريكړه نه شي كيدې، عثمان بزدار له دې وخت وركړې شي دا به تر ټولو كامياب وزیراعلیٰ وي، ده ووئيل دې څخه وړاندې به تجربه لرونكې وګړې حکمرانان ؤ، د هغوي کارکردګی د ټولو په وړاندې ده۔ ده ووئيل زمونږ پالیسۍ به ټولو ته معلومې شي، 100 ورځې پس به اولس ته خپله کارکردګی وړندې كوو، اوس پالیسۍ جوړېږي، اصلاحات كېږي ، مونږ د سم پلو تعین کوو۔ ده ووئيل اقتدار كښې راتللو نه پس دا زما وړژمبې خبرې کنفرنس دې د كومې مقصد چې د تيرو وختونو كاركردګي په ډاګه كول دي، ده ووئيل 10 كاله وړاندې د پاکستان قرض 6 زره اربهه روپۍ ؤ ، په 2013ء كښې دا قرض 15 زره اربه ته ورسيد بيا هم د مسلم لیګ (ن) حکومت وئيلو چې د زرداری دور تر ټولو خراب ؤ او 2013ء نه تر 2018ء د هېواد قرض 28 زره اربهه ته رسيدلې۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ د بهر هېواد قرض 60 اربه ډالره څخه 95 اربه ډالر ته رسيدلې، 2013ء كښې تجارتی خسارہ دوه اربهه ډالره وه كومه چې په 2018ء كښې 16 اربهه ډالره ته رسيدلې۔ وزیراعظم ووئيل كه د هېواد د معاشی حالت اندازہ لګول وي نو خرڅونه او آمدن كتلې كېږي كه په دې كښې توازن وي نو حالات ښه دي، ده ووئيل دا مهال سرکلر ډیټ 1200 اربهه روپۍ دې، 2013ء كښې دا 480 اربهه روپۍ ؤ كوم چې تير حکومت ادا کړې، په ګاز چرته هم خسارہ نه ده شوې خو دا مهال دا خسارہ 157 اربهه روپۍ ده، 2008ء كښې د پاکستان سټیل ملز 8 اربه روپۍ سرپلس بجټ ؤ ، 2013ء كښې سټیل ملز خطر سره مخ شو او د مسلم لیګ (ن) دور كښې بند كړې شو، اوس دغه خسارہ 187 اربهه روپۍ ده، د ریلوے خسارہ 37 اربه او پی آئی اے خسارہ 360 اربه ته رسيدلې۔ وزیراعظم ووئيل هېواد كښې د وسائل کمې نشته، انشاء اللہ اوس به هېواد تندۍ سره مخ په وړندې ځي، بلوچستان كښې د 460 اربه ډالر مالیت معدنیات دي ، هائیډل پشمول لوئ مقدار كښې وسائل شته، كه مونږ يواځې په کرپشن قابو وموندلو نو بهرني سرمایه کار پاکستان كښې سرمایه کارۍ له چمتو دي۔ ده ووئيل د لاهور ں اورنج ټرین لپاره قرض اخستلې شوې او دغه ټرين په خساره كښې دې، درې ښارونو كښې په میټرو منصوبو حکومت 8 اربه روپۍ زغمي، آيا دوي ته معلومه نه ده چې دا قرض به څوك وركوي۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان كښې دوه لکھ روپو څخه زيات آمدن كونكو يواځې 70 زره پاکستانیان ټیکس وركوي ، مونږ ټيكس نيټ زياتوو، مونږ بهر هېوادونو كښې د پاکستانی وګړو 10 زره جائیدادونه معلوم كړې، تيرو څلورو كلونو كښې پاکستانیانو بهر هېوادونو كښې د 9 اربه ډالر جائیدادونه اخستي، كه منی لانډرنګ نه ؤ شوې نو 35 اربه ډالر قرض به تير دور كښې نه ؤ اخستې شوې۔ ده ووئيل 70 داسې اکاؤنټس نيولې شوي كوم چې د فالودے، چھابړی سامان خرڅونكو او زدكونكو په نامو دي او په هغې كښې په اربونو روپۍ دي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ په وزیراعظم سیکرټریټ كښې يو یونټ جور كړې د كوم كار چې د اثاثو ریکوری ده په هغې كښې د اېف آئی اے، اېف بی آر پشمول د ټولو څانګو چارواكي شامل دي، برتانيې سره د مفاهم یادداښت لاس ليك شوې دغسې د سوئټزر لینډ سره هم لوظنامه كوو۔ ده ووئيل په مونږ تور لګولې كېږي چې د مخالفین د سیاسی انتقام ښكارېږي، كه د چا په ضد بې بنسټه مقدمې زمونږ په دور كښې جوړې شوي نو هغه به سیاسی انتقام وي دغسې په دغې كسانو دا مقدمې د 10، 10 مياشتو راهسې روانې دي۔ وزیراعظم ووئيل راروانه اوونۍ كښې وسل بلور ایکټ راوړلې كېږي چې ترمخه به ئې د کرپشن په ګوته كونكو له د هغې 20 20 فیصده انعام وركولې شي۔ده ووئيل حکومت هېواد كښې د تجاوزات په ضد كمپائن پيل كړې، يواځې په اسلام آباد كښې دوه سوه نه تر درې سوه اربه روپو مالیت 4647 زمكه آزاده كړې شوي ۔ وزیراعظم ووئيل کرپشن په ګونكو له به په بشپړه توګه تحفظ وركولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل بلدیاتی حکومتونو نظام په اړه پنجاب او کے پی کے كښې مشاورت شوې ، سندھ او بلوچستان له به هم تجویز وركولې شي، مونږ د ټول پاکستان د بلدیاتی نظام مطالعه كولو سره دا نظام راولو چې پكښې به د ویلج په كچه ټاكنې كېږي دغسې د تحصیل په كچه به نيغ په نيغه ټاكنې كېږي، دې نظام سره به د ویلج په كچه فنډز وركولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب عمران خان ووئيل مونږ د معیشت تشکیل نو کوو د كومې ميوې به چې په يو څو مياشتو كښې اولس ته ورسي۔ وزیراعظم ووئيل زما په اړه دا وئيلې كېږي چې عمران خان سپكې تورې وائي، چې زه غل ته غل او ډاكو ته ډاكو ونه وايم نو څه ورته اوايم۔ وزیراعظم ووئيل د پخواني وزیراعظم د كور حفاظتی دیوال په 70 کروړه روپۍ جوړ شوې ٬ 65 کروړه روپۍ روپۍ په بهرني ديوالونو خرڅ شوې، دا دې اوئيلې شي چې دغسې ديوالونو څخه پاکستان ته څه ترلاسه شوې، ما ته هم د بيلو هېوادونو څخه د دورو بلنه راكړې كېږي خو زه به هغه هېواد ته ځم چرته څخه چې د پاكستان ګټه كېږي۔ ده په دې مهال ووئيل اصل خادم اعلیٰ عثمان بزدار دې څوك چې پروټوکول نه اخلي او اولس سره تماس نيسي۔

مضمون کا ماخذ : فنکی پھل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں