د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه

image
APP42-31 ISLAMABAD: December 31 - Special Assistant to the Prime Minister on Information and Broadcasting, Dr. Firdous Ashiq Awan briefing the media persons about the decisions taken in the Federal Cabinet meeting. APP

اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) بې ګناه كشميريانو سره د پنځو مياشتو نه د روانې رياستي ترهګرۍ ٬ هند كښې د اقليتونو په خاص توګه د مسلمانانو په ضد د متنازعه قانون جوړولو ٬ د ظلم او جبر په ضد د غندنې قرارداد په يوه خله منظور كړې٬ په نړيوالو فورمونو د كشميريانو مقدمه په زړه پورې ډول پورته كولو له د وزيراعظم د هلو ځلو ستائنه وكړه شوه ٬ د نړيوالې ورورولۍ ټولو مشرانو٬ د بشري حقونو علمبردارو تنظيمونو او نريوالو ادارو ته د كشميريانو سره د ظلمونو او زياتې نوټس اخستو له غږ وكرې شو ٬ وزيراعظم به د جنورۍ په وړومبۍ اوونۍ كښې د ضرورت په بنيادې څيزونو د 6 اربه سبسډي وركولو او د جنورۍ په پائې كښې بې وسه طبقو لپاره بنيادي ضرورتونه ترسره كولو لپاره د مالي معاونت كارډ اجراء كوي ٬ سږ كال د كرنټ اكاٶنټ خساره كښېې 73 فيصده بهتري او په تجارتي توازن كښې 43 فيصده كمې راغلې٬ د زرمبادله پانګو كښې 14 فيصده او برآمدات كښې 4.7 فيصده اضافه شوې ٬ د اېف بي آر لخوا د ټېكس په وصولۍ كښې د تېر كال په مقابل كښې سږ كال 17 فيصده اضافه شوې ٬ د نېب آرډيننس به پارلمان ته وړاندې كولې شي٬ د پارلمان د منظورۍ نه پس به دا قانون جوړ شي۔ اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان د وفاقي كابينې د غونډې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال ووئيل كابينې د غونډې په پېل كښې بې ګناه كشميريانو سره د پنځو مياشتو راهسې د روانې كرفيو او د ظلم او جبر سخته غندنه كړې ده۔ كابينې د هندي حكومت لخوا په بې ګناه كشميريانو د روان رياستې جبر په ضد نړيوال ضمير راويخ كړې ۔ كابينې په دې امر زور رواړو چې د نړيوالې ورورولۍ ټول مشران٬ د بشري حقونو علمبردار تنظيمونه او نړيوالې ادارې دې كشميريانو سره د ظلمونو او زياتې نوټس واخلي۔ كابنيې د نرنيدر مودي سرکار لخوا اقليتونو په خاص توګه د مسلمانانو په ضد د معرفي كېدونكې قانون سازۍ سخته غندنه كولو سره وئيلي دي د هندي سركار لخوا اقليتونه د ختمولو په غرض دا قانون سازي د آر اېس اېس د هندوتوا٬ نسل پرستۍ او په فسطائي اېجنډا د عمل كولو اقدام دے ٬ د مفاد عامه په غرض د بېلا بېلو وزارتونو لخوا په شوو اقداماتو د بريفنګ په مهال كابينې ته ووئيل شول د بشري حقونو لخوا د كوچنيانو تحفظ لپاره 12 ډلې جوړې كړې شوې چې پكښې استاذان او د سول سوسائټۍ تعلق لرونكي كسان شامل دي٬ د دې اقدام مقصد كوچنيانو ته د هر ډول استحصال نه تحفظ وركول دي۔ خاص مرستيالې ووئيل د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت لخوا هېواد كښې د خيالاتو او آئيډياز ودې لپاره آئيډيا بانك جوړول او د “اظهار خيال” په نامه يو اپېليكېشن جوړېږي٬ د “رابطه آسان” په نوم د اولس خدمت لپاره سمارټ هېلپ ډېكس جوړوٶ٬ د مېرمنو په خاص توګه انجونه د خپلو حقونو نه خبرولو لپاره د “لور” په نوم اېپ په جوړېدونكې دے۔ دې ووئېل اولس ته د ټېكس معلوماتو آسانۍ لپاره “”پاکستان ټيکس فائينډر” اپليکېشن جوړوٶ كوم چې به ټېكس وركوٶنكو ته د وركونكې ټېكس په ګوته كولو مرسته كوي۔ دې ووئيل كابينې ته ووئيل شول په كورنۍ او بهرنۍ نړۍ كښې د هېواد د سېلګرۍ پوټېنشل رامخې ته كولو او سېلګرو ته ټول ضروري معلومات وركولو لپاره د اطلاعات وزارت لخوا “”ويلکم ټو پاکستان” اپيليکېشن شروع كوٶ۔ دې ووئېل د وزيراعظم په امر تر اوسه په كابينه كښې وزارتونو ته وئيلې شوي چې د اولس ګتې له د مجوزه اقداماتو د عملدرامد راپور راتلونكې غونډه كښې وړاندې كړئ۔ په غونډه كښې د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې د شوګر ملز بندوېدو او د دغې په نتيجه كښې ګرودندګرو ته د رامخې ته شوو ستونزو په اړه هم تفصيلي خبرې وشوې۔ وزيراعظم په دې لړ كښې تفصيلي غونډه رابللې ده۔ دې ووئېل کابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ د 23م دسمبر په غونده كښې د شوو پرېكړو توثيق هم وكړو۔ دغسې کابينې د نېپرا په ايکټ كښې د بدلون تجويز اقتصادي رابطه كمېټۍ ته د لېږلو سفارش كړے۔ كابينې ته ووئيل شول اوسني حكومت د سختو مالي حالاتو باوجود نه يوازې تر 300 يونټس كارٶنكو ته تحفظ وركړې بلكې ګروندګرو ته هم تحفظ وركړې شوې۔ كابينې ته ووئيل شول د پرېشر فېکټر په مد كښې د تېر كال 2.7 اربه روپو معامله چې اګرچه په عدالت كښې ده خو د توان وزارت پرېكړه كړې چې دا روپی به په سمدستي توګه مصرف كوٶنكو ته بېرته وركولې شي۔ د کابينې غونډې په حقله خاص مرستيالې ووئېل د نېشنل کالج آف آرټس انسټيټيوټ د مجوزه بل منظوري هم وركړې شوې۔ کابینې د اسټیټ بانك آف پاکستان فنانشل اسټیټمنټ مالی كال 2018 اشاعت منظوری هم وركړه او کابینې د ناروے شهریت لرونكې محمد اویس ناروے چارواكو ته د سپارلو په اړه د ناروے حکومت په خواست غور وكړو ۔ په محمد اویس د ریپ او كورني تشدد سخت الزام لګيدلې ۔ په دې لړ كښې کابینې پريكړه وكړه چې په وړومبي پړاؤ كښې د ایډیشنل ډپټی کمشنر د لارې د معاملې به انکوائری کولې شي۔سهیل احمد خان د برتانيې چارواكو ته سپارلو په اړه د برتانيې حکومت په خواست غور کولو سره کابینې ایډیشنل ډپټی کمشنر /فرسټ کلاس مجسټریټ څخه د معاملې د پلټنو پريكړه وكړه۔ دې ووئېل په سهیل احمد خان د قتل تور هم دے۔ کابینې د محمد هاشم رضا چیف ایګزیکټو آفیسر سمال اینډ میډیم انټر پرائزز ډویلپمنټ اتھارټی د غوره کولو منظوری هم وركړه۔ دغسې کابینې ته په اقتصادی اعشاریو تفصیلی بریفنګ وركولو كښې ووئيل شول چې کرنټ اکاؤنټ خساره كښې د تير كال په مقابل كښې 73 فیصده ښه والې راغلې او ټریډ بیلنس كښې 40 فیصده کمی شوې۔ دې ووئېل تير كال ټریډ بیلنس 13.4اربه ډالر ؤ كوم چې مالی كال 2019-20 كښې تر اوسه 8.0 اربه ډالره دے۔ کابینې ته ووئيل شول برآمدات كښې 4.7 فیصده اضافه شوې۔ تير مالی كال كښې دا شميره 9.9 اربه ډالره ؤه كومه چې تر اوسه 10.3 اربه ډالره ته رسيدلې۔ خاص مرستيالې ووئېل درآمدات تير كال (2018-19) كښې 23.2 اربه ډالره وؤ كوم چې تر اوسه 18.3اربه ډالره دي۔ کابینې ته ووئيل شول سروسز ټریډ بیلنس كښې 6.6 فیصده ښه والې راغلې۔ ترسیلات زر د تير كال په كچه دي كوم چې تر اوسه 9.3 اربه ډالره ته رسيدلې۔ فارن ایکسچینج پانګو كښې 14فیصده ښه والې رېكارډ شوې۔ کابینې ته ووئيل شول په مجموعی توګه ایکسټرنل سیکټر كښې ټولو اعشارو كښې مثبت رجحان لرلې شي ۔ د کابینې غونډې په اړه خاص مرستيالې ووئېل د اېف بی آر د اړخه ټیکس وصولیو كښې د تير كال په مقابل كښې 17فیصده اضافه شوې۔ کابینې ته ووئيل شول پبلك سیکټر ډویلپمنټ پروګرام په لړ كښې تر اوسه 87 اربه روپۍ خرڅ كړې شوي او حکومت هڅې كوي چې پرائمری خساره به په پرائمری سرپلس بدلولې شي دغسې چې مونږ په قرض د سود وركولو لپاره نور قرض وانخلو۔ د رئیل اسټیټ سیکټر بریفنګ كښې کابینې ته ووئيل شول د حکومتی اقداماتو په نتيجه كښې ایکسټرنل او فسکل سیکټر كښې ښه والي سره به په رئیل اسټیټ سیکټر هم مثبت اثرات مرتب شي۔ کابینې ته ووئيل شول غیر ملکی سرمایه کارۍ په لړ كښې 1268فیصده ښه والې راغلې ۔ تير كال (2018-19) كښې غیر ملکی سرمایه کاری 147ملیونه ډالره وه كومه چې سږ كال تر اوسه 2006 ملیونه ډالره ته رسيدلي۔ وزیرِ اعظم عمران خان غونډې ته په خپل خطاب کښې وئيلې حکومت په سختو حالاتو كښې اقتدار ترلاسه كړې ؤ۔ده ووئيل د حکومتی هڅو په نتيجه كښې معیشت استحکام ترلاسه كړې او په كال
په بې ګناه كشميريانو د پنځو مياشتو څخه د روانې رياستي ترهګرۍ ٬ هند كښې اقليتونو په خاص توګه د مسلمانانو په ضد د شخړيز قانون جوړولو ٬ د ظلم او جبر په ضد د غندنې قرارداد منظور كړې شو

مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں