د نوي كال په پېل د متحده عرب امارات ولي عهد شېخ محمد زېد بن النهيان دوره د دوه اړخيزه اړيكو مضبوطيا او منطقه كښې د پاكستان مخ په زياتېدونكي اهميت عكاسي كوي

image
APP42-31 ISLAMABAD: December 31 - Special Assistant to the Prime Minister on Information and Broadcasting, Dr. Firdous Ashiq Awan briefing the media persons about the decisions taken in the Federal Cabinet meeting. APP

اسلام آباد ۔ 3 جنوری (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د نوي كال په پېل د متحده عرب امارات ولي عهد شېخ محمد زېد بن النهيان دوره د دوه اړخيزه اړيكو مضبوطيا او منطقه كښې د پاكستان مخ په زياتېدونكي اهميت عكاسي كوي۔ د پي ټي آئي حكومت په دور كښې د ولي عهد دوهمه دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ پخوانو اړيكو او د وزيراعظم عمران خان د لارښودنې په صلاحيتونو د باور څرګندونه ده۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې دې ووئيل د متحدہ عرب امارات لخوا 200 ملین ډالره سپورټ د پاكستان او يو ا ے اي ترمينځھ د معاشي اړيكو ښكاره ثبوت دې۔ پاكستان معاشي استحكام پلو روان دې ٬ بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ پراخا موقعې موجود دي۔ پاكستان كښې د امارات سرمايه كارۍ كښې خوښي لرلو ته هركلې وايو۔ ډاكټر فرودس عاشق اعوان ووئيل وزیراعظم عمران خان د ملاقات په مهال ولي عهد مقبوضه جمو وكشمير كښې د 150 ورځو څخه د روان سخت صورتحال په اړه خبر كړو۔ ده په هندي متنازع شهريت قانون او اېن آر سي هم رڼا واچوله۔ دې ووئيل دواړو لارښودو د امت مسلمه كاز او ګټو ته د تقويت وركولو په معامله خبرې كولو نه وروستو دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطولو له د خپل عزم پخلې وكړ

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں