د نړيوالو مسئلو مخنيوي لپاره شريكې تګلارې ته اړټيا ده

image
APP27-30 ISLAMABAD: July 30 - President Dr. Arif Alvi addressing the opening ceremony of 5th Commonwealth Parliamentary Association (CPA) Asia Regional Conference. APP

اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيلي دې چې د نړيوالو مسئلو مخنيوي لپاره شريكې تګلارې ته اړټيا ده٬ كنفرنس به منطقه كښې د غريبۍ ختمولو او كوټلې پرمختګ لپاره مرستياله وګرځي۔ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي دا خبرې د دولت مشترکه پارليماني ايسوسي ايشن اسياء ريجن کنفرنس كال 2019 ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د عام وګړي د مسئلو حل كولو ذمه واري د پارلمان ده٬ په هر حكومت كښې پارلمان مهم كردار لري٬ نړۍ كښې هر ځائ حكومت چلولو لپاره پارلمان ښه ذريعه ده۔ ده ووئيل نړۍ كښې د سرمايه كاري نظام له امله د مساواتو عمل ځپلې شوې دې۔ ده ووئيل نړۍ كښې د آبادۍ زياتيدو سره سره شخړې هم زياتې شوې۔ ده ووئيل نړۍ كښې ماحولياتي بدلون د يو زياتېدونكي خطر په توګه رامخې ته شوې ده۔ ده ووئيل نړۍ كښې اسلامو فوبيا د خطر په توګه رامخې ته كولې كېږي چې ورسره شخړې زياتې شوې دي۔(ګ ل

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں